نړۍ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د انصارالله عملیات په سور سمندر کې وغندل

د یوې اعلامیه کې چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غړو لخوا خپاره شوې “په سور سمندر کې پر سوداګریزو کښتیو د یمن د حوثي ډلې بریدونه” غندلي دي.

په دغه بیانیه کې د یمن له انصار الله څخه وغوښتل شول چې د کړکیچ له زیاتیدو ډډه وکړی په بیړیو باندې حملې بندې کړی

په همدی حال کې د صنعا مذاکره کوونکې ډلې غړی عبدالمالک الاجری وویل: د هغو بېړیو په خلاف چې د اسرائیلو په لور حرکت کوی د یمن د پوځ د عملیاتو په هکله د امنیت شورا وروستۍ څرګندونې بې ارزښته دی.

هغه شورا چې په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي او پر اسراییلو د نړیوالو قوانینو د پلي کولو توان نه لري حق نه لري چې له نورو څخه وغواړي چې دوی ته درناوی وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button