
افغانستان
په مزارشريف او د دې ښار ولسواليو کې تر يو لکو زيات نيالګي کېنول
د بلخ ولايت د چاپېريال ساتنې رياست مسوولين وايي، چې به په بلخ ولايت کې په ۱۴۰۳ هجري لمريز کال د کرنې رياست، مزارشريف ښاروالۍ او د بلخ ولايت د ولسواليو په همکارۍ څه باندې سل زره نيالګي کېنول شي.
په مزار شریف ښار کې د دغه رياست مشر له سفیر تلویزیون سره په خبرو کې وويل: د بلخ ولايت اوسېدونکي بايد د اوبو لګولو او د چاپېريال د زرغونتيا په برخه کې له دغه رياست سره همکاري وکړي.