زموږ په اړه

سفیر ټلوېزیوني شبکه د‎ یوه خپلواک حقوقي شخصیت، اساس‌پاڼې، ځانګړي مهر او سمبول په لرلو سره ‎یوه ارزښت‌پاله او ‎له سیاسي اړخه بې‌پرې رسنۍ ده.
دغې رسنۍ له ۱۳۹۱ لمریز کال راهیسې په خپرونو پیل کړی او له اړوندو ادارو د نشراتي جواز په ترلاسه کولو سره په هېواد کې د ازادو رسنیو له قوانینو سره سم فعالیت کوي چې اوسمهال د دې شبکې ټلوېزیوني خپرونې د انتن له لارې یوزاې په بلخ ولایت کې د لاسرسي وړ دي.
د دې ټلوېزیوني شبکې د خپرونو اصلي محور خبرونه، فرهنګ او پوهنه، ټولنه، سپورټ او په ملي او نړۍواله کچه د اقتصادي مسایلو تحلیل دی.
سفیر ټلوېزیوني شبکه هڅه کوي څو هېواد کې د خلکو ترمنځ قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصبونه له منځه یوسي.

  • د اړيکې شمېره: واټساپ 0093700029940
  • د مرکزي دفتر پته: مزارشریف، د ګمرک شاته، د بلخي لېسې څنګ ته