افغانستاننړۍ

په ننګرهار کې د ۶.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو ماشینونو او تجهیزاتو ویش

د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د ننګرهار ولایت د سپین غر او اچین ولسوالیو په شپږو کرنیزو مرکزونو کې د ۶.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د مختلفو کرنیزو ماشینونو او تجهیزاتو ۲۹ توکي ویشل شوي دي.

د وزارت په وینا، دا مرسته د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو شورا تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او سویس په مالي ملاتړ چمتو شوې ده.

چارواکو ویلي چې د دې وسایلو د ویش موخه د کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او په پورته ذکر شویو ولسوالیو کې د بزګرانو ملاتړ دی.

#افغانستان #ننګرهار #کرنه #مالدارۍ #کروندګر #اروپایي_اتحادیه #سویټزرلینډ #ډنمارک_کډوالو_کونسل #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button