د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دوه کارکوونکي چې یوه اونۍ وړاندې په هرات ولایت کې نیول شوي وو، خوشې شوي دي.
د دوجاریک په وینا، د دوو کارمندانو په وړاندې تورونه هم لغوه شوي دي.
د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د کارمندانو د توقیف موضوع به د افغانستان حکومت سره تعقیب شي او له چارواکو څخه غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو د کارمندانو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړي.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
#افغانستان #هرات #ملګري ملتونه #بشري حقونه #د ملګرو ملتونو کارمندان #سفیر تلویزیون








