د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هند کې د خپل هیواد د سفیر د څرګندونو په اړه په اسلام آباد کې د امریکا سفیر احضار کړ.
د وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، پاکستان په هند کې د امریکا د سفیر د هغو څرګندونو په اړه اعتراض کړی، چې پکې “جمو او کشمیر” د هند د خاورې یوه برخه بلل شوې وه، او د امریکا سفیر ته یې د اعتراض یو یادښت سپارلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې غندلې او ویلي یې دي چې د جمو او کشمیر د وضعیت په اړه د اسلام آباد دریځ روښانه او نه بدلیدونکی دی.
#پاکستان #امریکا #هند #جمو او کشمیر #نړیوال_اړیکې #سفیر_ټلویزیون








