نړۍ
روسیه په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکوي
د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې د هیواد د هوايي دفاع سیسټمونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې د یو شمیر ولایتونو او تور سمندرګي په اسمان کې ۲۰۰ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې نیولي او نسکورې کړې دي.
وزارت دا هم ادعا وکړه چې اوکرایني ځواکونه هره ورځ د ډرون او توغندیو په کارولو سره سرحدي سیمې او ځینې د روسیې داخلي سیمې په نښه کوي.
#روسیه #اوکراین #ډرون #هوایي دفاع #تور سمندر #سفیر_ټی وی








