د انګلستان د سمندري سوداګرۍ عملیاتو سازمان (UKMTO) اعلان کړی چې د هرمز تنګي په جنوبي لاره کې د عمان د الخاصاب شمال ختیځ ته ۲۰ سمندري میله لرې یوه بار وړونکې کښتۍ د VHF چینل ۱۶ کې راپور ورکړی چې د توغندي له امله ټکر شوې ده.
سازمان تر اوسه د توغندي ډول، د زیان اندازه یا په پیښه کې احتمالي تلفاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
#عمان #د هرمز تنګی #لیږد #بریتانیا #سمندري_امنیت #سفیر_ټی وید








