ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خپله درې میاشتنۍ غونډه وکړي.
په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی راپور وړاندې شي، او د امنیت شورا غړي به په تیرو دریو میاشتو کې په هیواد کې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري پرمختګونو په اړه بحث وکړي.
تمه کیږي چې د شورا د غړو هیوادونو استازي به د افغانستان د اوسني وضعیت او هیواد ورسره مخ ننګونو په اړه خپل نظرونه او ارزونې وړاندې کړي.
#افغانستان #امنیت شورا #ملګرو ملتونو #امنیت شورا غونډه








