نړۍ

بورل: د رفح د اوسېدونکو بې ځایه کول د منلو وړ نه دي

بورل په ټولنیزه شبکه «X» (پخواني تویتر) کې ویلي چې صهیونیستی رژیم د نړیوالو قوانینو له مخې د غزې په جنوب کی د رفح په ښار کی د ملکي وګړو د خوندیتوب او امنیت په تامینولو مکلف دی.

هغه له صهیونیست رژیمه وغوښتل چې په رفح کی ځمکنی حملې ونه کړی او ویې ویل دغه کار به اوسنی سخت بشری ناورین لاپسې زیات کړی .

د اروپا د شورا مشر شارل میشل له دې مخکې له صهیونیست رژیمه وغوښتل چې په رفح کی له پوځی عملیاتو ډډه وکړی او ناامنو سیمو ته د فلسطینیانو منتقلیدل د منلو وړ نه دی.

د صهیونیست رژیم چارواکو ټینګار کړی چې د حماس د کار د پای ته رسولو او د حماس د تونلونو د پراخې شبکې د له مینځه وړلو لپاره باید په رفح باندې حمله وکړی او له نړیوالو خبرداریو سره د اسرائیلو پوځ له تیرې سه شنبی راهیسې په رفح (جنوب غزی) کی خپل ټانکونه ځای پر ځای کړی دی. او د دې سیمې ختیځ ته یې بې ساري بریدونه پیل کړل.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button