نړۍ

ویجاړونکی طوفان د امریکا می سی سی پي ته ورسید

د امریکا په می سی سی پي ایالت کې د ویجاړونکي طوفان له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ټپیان شوي او سلګونه ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي.

د ایالت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د طوفان له امله د رامنځته شوي زیان د اندازې ارزولو پروسه روانه ده.

طوفان د شپې له خوا د می سی سی پي سویلي برخې ته ورسید، چې پراخه ویجاړتیا یې پریښوده.

د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/31882

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button