افغانستان
په لغمان ولایت کې د اوبو پنځه واړه بندونه ګټی اخیستنی ته وسپارل شول
د لغمان ولایت په پنځو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو چک بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان د والی مرستيال مولوی اختر محمد مزمل د يادو بندونو د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې سږ کال به په دغه ولايت کې بېلابېلې پرمختيايي پروژې پلې شي، چې په ترڅ کې به يې لس زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.