د افغانستان د برېښنا شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق حمار په دوشنبه کې د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره وکتل او د برېښنا په سکتور کې د همکارۍ د پیاوړتیا او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګ او ننګونو د بیاکتنې په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي حمار د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پلي کولو په چټکولو، د قراردادي شرکتونو د ستونزو د حل او تخنیکي همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ، او په دې برخه کې یې د تاجکستان د هڅو ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه چې د برېښنا په سکتور کې ګډه همغږي کولی شي د اقتصادي ودې او سیمه ایز ثبات سره مرسته وکړي.
دلیر جمعه هم د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د سیمه ایز اتصال او د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره یو مهم ګام وګڼله، او د دې پروژې د چټکولو لپاره یې د دوامداره ملاتړ او هڅو ډاډ ورکړ.
د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د بریښنا د لیږد یوه له مهمو پروژو څخه ده، چې د پلي کولو پروسې یې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.








