سیمه
شهباز شریف په سعودي عربستان کې له محمد بن سلمان سره وکتل
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دغه هیواد له ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره ولیدل.
که څه هم د غونډې د محتوا نور جزئیات نه دي خپاره شوي، تمه کیږي چې دواړو خواوو به د سیمه ایزو پرمختګونو او د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې کړې وي.
شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ جدې ته ورسید او دا رسمي سفر به د اپریل تر ۱۸مې پورې دوام وکړي.







