د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د مثبتو اقداماتو، د لاجورد لارې د سوداګرۍ د پیل او د ترکیې او افغانستان د ګډو نندارتونونو پر پرانیستلو خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د ترکیی سفیر وویل چې ترکش ایرلاین به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.








