افغانستاننړۍ

د مولوي احمد جان بلال سفر؛ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه پراخې خبرې اترې

د اماراتو شرکتونو عمومي رییس مولوي احمد جان بلال د خپل ملګري پلاوي سره یوځای د بیلاروس ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د بهرنیو چارو وزارت او د هیواد د یو شمیر نورو وزارتونو له چارواکو سره په جلا توګه ولیدل.

د اماراتو شرکتونو عمومي ریاست اعلان وکړ چې په دې غونډو کې د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، د ګډې پانګونې فرصتونو، د سوداګرۍ پراختیا، او تخنیکي او صنعتي همکاریو په اړه مفصلې خبرې اترې وشوې.

مولوي احمد جان بلال د بیلاروس له یو شمیر لویو فابریکو او صنعتي شرکتونو څخه هم لیدنه وکړه ترڅو د هیواد د تولیدي ظرفیتونو، پرمختللو ټیکنالوژیو او تجربو سره نږدې او شخصي شي.

دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د صنعت، ماشینري او تولیدي سکتورونو کې د بیلاروس له تجربو څخه د ګټې اخیستنې لپاره ترسره شو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button