سیمه

د ګازو لیک د بندر عباس په استوګنې ودانۍ کې د مرګونې چاودنې اصلي لامل

ایراني رسنیو پرون، د فبروري په ۱۱مه راپور ورکړ چې د بندر عباس په معلم بولیوارډ کې په یوه استوګنې ودانۍ کې یوه سخته چاودنه د ګازو لیک له امله رامنځته شوې ده.

د بندر عباس د اور وژنې څانګې مشر محمد امین لیاقت د لومړني ارزونې وروسته اعلان وکړ چې د چاودنې لامل د ګازو لیک و او د ژغورنې او اور وژنې ځواکونه لاهم په سیمه کې دي.

د وروستیو احصایو له مخې، دې پیښې دوه کسان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

مخکې له دې، لومړني راپورونه ښيي چې د ښار په ځینو سیمو کې د یوې لوړې چاودنې غږ اوریدل شوی او دا معلومه شوه چې پیښه په یوه استوګنې ودانۍ کې رامنځته شوې ده.

د هرمزګان ولایت د کړکیچ مدیریت عمومي رییس له ښاریانو وغوښتل چې یوازې رسمي خبرونو ته پاملرنه وکړي او د افواهاتو له خپرولو او تعقیب څخه ډډه وکړي.

د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/28401

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button