د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې د جرمني حکومت د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲ میلیونه یورو (چې شاوخوا ۲.۳۱ میلیونه ډالر معادل دي) ځانګړي کړي دي.
د دوشنبې په ورځ (۲۴ د ليندۍ ۱۴۰۴)، OCHA د دې مرستې څخه مننه څرګنده کړه او په خپل ایکس پاڼه کې یې ولیکل چې د مرستندویه هیوادونو دوامداره ملاتړ هغو خلکو ته هیله بیرته راګرځوي چې ژوند یې د شاکونو، بحرانونو او ناڅاپي پیښو له امله ګډوډ شوی دی.
دا مرسته په داسې حال کې کیږي چې افغانستان د پراخې بې وزلۍ، طبیعي پیښو او د ملیونونو خلکو د بیړنیو اړتیاوو په ګډون له سختو بشري ننګونو سره مخ دی.
ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان له نیمایي څخه ډیر نفوس مرستې ته بیړنۍ اړتیا لري.
د جرمني دا اقدام د افغانانو د ملاتړ لپاره د هغې د نړیوالو ژمنو یوه برخه ده او کولی شي د خوړو، سرپناه او روغتیا خدماتو په څیر د اړینو اړتیاوو په برابرولو کې اغیزمن وي.








