ایراني چارواکو اعلان وکړ چې د روان لمریز کال (۱۴۰۴) په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱.۴۵ میلیونه افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي وویل: “د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د غیر مجازو اتباعو د وتلو کچه ۱.۴۵ میلیونه ته ورسېده.”
یاراحمدي زیاته کړه چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه روانه ده او تمه کیږي چې په راتلونکو میاشتو کې به هم ورته شمېره له ایران څخه وایستل شي.
پخوا، په ایران کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا شپږ میلیونه ته رسېدلی و، خو د پراخو ایستلو پالیسیو پلي کولو سره چې د ۲۰۲۵ کال د جون او جولای په میاشتو کې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ګړندۍ شوې، دا شمېره اوس ۴.۵ میلیونه ته راټیټه شوې ده.








