افغانستان

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو نوې شبکه پرانیستل شوه؛ ۴۱۲ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی لري

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان وکړ چې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د ۹.۹ ملیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پیل شوی دی.

د وزارت د چارواکو په وینا، د دې پروژې په بشپړیدو سره به په زنده جان ولسوالۍ کې ۴۱۲ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.

دا نوښت د اسلامي امارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې کلیوالي زیربناوې ښه کوي او په لرې پرتو سیمو کې د اوبو کمښت له منځه وړي او تمه کیږي چې د ځایی اوسیدونکو عمومي روغتیا او هوساینې ته وده ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button