د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په مرکه کې اعلان وکړ چې د پاکستاني لوري په غوښتنه او ټینګار سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند نن ماښام له ۵:۳۰ بجو څخه نافذ شي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: “اسلامي امارت خپلو ټولو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې تر هغه وخته پورې اوربند مراعات کړي چې هیڅ یو اړخ سرغړونه ونه کړي.”
په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تایید کړ او اعلان یې وکړ چې اسلام آباد له افغان ځواکونو سره د ۴۸ ساعته اوربند سره موافقه کړې ده، او دا اوربند به نن ماښام له ۶:۰۰ بجو څخه پیل شي.
دا تړون د سرحدي تاوتریخوالي او وروستیو بریدونو له زیاتوالي وروسته په سرحدي سیمو کې د نښتو د کمولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي.
د دواړو خواوو چارواکو هیله څرګنده کړې چې اوربند به په بشپړه توګه مراعات شي.