افغانستانسیمه

هند په افغانستان کې د هندوانو د غصب شویو ځمکو بیرته ستنیدل یو “مثبت پرمختګ” ګڼي

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند راندیر جیسوال ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د هنديانو د غصب شویو ځمکو د بېرته ستنېدو په اړه راپورونه یو مثبت پرمختګ ګڼي.

د دغه هېواد د عدليې وزارت شاوخوا يوه مياشت وړاندې اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې يې د هندي اتباعو د غصب شويو ځمکو د څېړلو لړۍ پيل کړې ده.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و، چې دغه وزارت به د ځمکو د ټولو غاصبینو په وړاندې ودریږي.

په دوحه کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دې وروستیو کې «د هندو» ورځپاڼې ته ویلي، هغه ځمکې چې په تېر حکومت کې د جنګسالارانو لخوا غصب شوې وې بېرته به خپلو مالکانو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button