د اسراییلي پوځ لخوا د میډلین کښتۍ د تښتولو لومړنۍ شیبې
د اسراییلي پوځ یوې ډلې نن سهار (دوشنبه، د غبرګولی ١٩ مه) د غزې د مرستې کښتۍ “میډلین” باندې برید وکړ، کښتۍ یې د غزې ساحل ته د ننوتلو مخه ونیوله ترڅو د سیمې خلکو ته مرستې ورسوي، او د کښتۍ فعالین او مسافر یې ونیول.
د اسراییلو چینل ۲۴ راپور ورکړ: د سمندري کومانډو واحد “شیطت ۱۳” د میډلین کښتۍ ونیوله او اوس د اشدود بندر ته لیږدول کیږي.
د رویټرز خبري اژانس د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړ: کښتۍ په خوندي ډول د اسراییلو ساحل ته روانه ده او تمه کیږي چې د کښتۍ مسافر به خپلو هیوادونو ته راستانه شي.
د میډلین کښتۍ د یکشنبې په ورځ، د جون په لومړۍ نیټه د سویلي ایټالیا د سیسلي ټاپو د کاتانیا له بندر څخه د غزې تړانګې په لور خپل سفر پیل کړ، چې د مختلفو ملیتونو ۱۲ نړیوال بشري فعالین په کې سپاره وو.
د ایتلاف د بیړۍ هدف دا و چې په غزه کې محاصره شویو خلکو ته اړینې مرستې ورسوي او بشري بندرونه پرانیزي.