سیمه
د فلسطین د مقاومت قوماندان د اسراییلو په هوايي برید کې شهید شو
د فلسطین د مجاهدینو غورځنګ په یوه اعلامیه کې د شیخ ډاکټر اسد عطیه ابو شریعه، چې د “ابو شیخ” په نوم پیژندل کیږي، د غورځنګ عمومي منشي او بنسټ ایښودونکی او د دې د پوځي څانګې د مشر قوماندان د شهادت اعلان وکړ.
هغه د خپل ورور، احمد عطیه ابو شریعه، چې د غورځنګ د مشرتابه یو لوړ پوړی غړی او د غزې سیمې مسؤل و، سره یوځای نن سهار (یکشنبه، د غبرګولی په ۱۸مه) د غزې ښار په “صبرا” سیمه کې د اسراییلو په هوايي برید کې شهید شو.
د دې دوو قوماندانانو د کورنۍ لسګونه غړي هم په دې برید کې شهیدان شول.