سیمه
د ایران په زابل ولایت کې ۱۷۲ بې اسناده افغان کډوال نیول شوي دي
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ښار د پولیسو قوماندان علي اکبر حبیبیفر اعلان وکړ چې په تیره اونۍ کې د امنیتي ځواکونو لخوا ۱۷۲ غیرقانوني افغان کډوال نیول شوي دي.
ایراني چارواکي د سې شنبې په ورځ، د سلواغه ٢٣ مه، رسنیو ته وویل چې نیول شوي کډوال د اخراج لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
د زابل د پولیسو قوماندان ښاغلي حبیبیفر زیاته کړه: دا نیول شوي کسان د ټولنیز امنیت د ترویج د پلان د پلي کولو د یوې برخې په توګه نیول شوي، او په دې عملیاتو کې ۱۵ غله، اووه د مخدره توکو پلورونکي او ۱۱۶ روږدي کسان هم نیول شوي دي.
مخکې له دې، د خراسان رضوي ولایت د طیب آباد قاضي، حجت صدیقي، د ۲۵۰ افغان کډوالو د ژغورنې او شړلو اعلان وکړ چې په سرحدي سیمو کې په واورو او سړو کې بند پاتې وو.