نړۍ

ډنمارکي افراطي سیاستوال یو ځل بیا قرآن کریم ته سپکاوی وکړ

د ډنمارک د ښي اړخي “هارډ وی” ګوند مشر، راسموس پالوډان، یو ځل بیا د قرآن کریم یوه نسخه په یوه سپکاوي عمل کې وسوځوله، دا کار په سویډن کې د عراقي عیسوي کډوال سلوان مومکا له وژنې څو ورځې وروسته وشو.

پالودان مخکې د تیر کال په جنوري (۲۰۲۴) کې د سویډن په پلازمینه سټاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم یوه نسخه په یوه سپکاوي ډک عمل کې سوځولې وه.

د هغه دا عمل د پولیسو تر ساتنې لاندې او د سویډني چارواکو په اجازې سره ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې پالوډان د ډنمارک په محکمو کې درې ځله د نژاد پرستۍ په تور محکوم شوی، خو د ډنمارک حکومت د هغه د بریدونو د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button