افغانستاننړۍ

د ټولګټو وزارت د ریل پټلۍ وزیر په کابل کې د قزاقستان له پلاوي سره وکتل

د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال قیرات تربایف په مشرۍ یوه پلاوي د ټولګټو وزارت د ریل پټلۍ له مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده سره وکتل.

د فواید عامې وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د اورګاډي پټلۍ د پروژو او د کرنیزو او سوداګریزو محصولاتو د لېږد په اړه خبرې وکړې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د قزاقستان پلاوي د افغانستان د امنیتي وضعیت ستاینه وکړه او په زیربنایي پروژو کې یې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه.

له بلې خوا د دغه وزارت د ریل پټلۍ وزیر قزاقستاني شرکتونو ته بلنه ورکړه چې د افغانستان – ټرانس پروژې تر څنګ د هرات – سپین بولدک ریل پټلۍ په پروژه کې هم پانګونه وکړي.

دواړو لورو همدا راز پر دوامداره همکاریو او د افغانستان د اورګاډي د کارکوونکو لپاره د تحصیلي بورسونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button