افغانستان

د افغانستان اسلامي امارت د ځواکونو مشروع هدف د پاکستان سرحدی پوستې دی

د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې  تېرې شپې د هېواد دفاعي ځواکونو د پکتیکا په سپېره او د خوست او برمل ولسوالیو د پاکستان د بریدونو په ځواب د  دیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو  د درنو وسلو بریدونه کړي دي.

دغه وزارت د پاکستان د تېرې شپې برید پر افغان خاوره تېری بللی او ویلي یې دي چې د هېواد دفاعي ځواکونه د هر ډول تېري ځواب ته چمتو دي او په هر حالت کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

Admin

سفیر ټلوېزیوني شبکه د‎ یوه خپلواک حقوقي شخصیت، اساس‌پاڼې، ځانګړي مهر او سمبول په لرلو سره ‎یوه ارزښت‌پاله او ‎له سیاسي اړخه بې‌پرې رسنۍ ده. دغې رسنۍ له ۱۳۹۱ لمریز کال راهیسې په خپرونو پیل کړی او له اړوندو ادارو د نشراتي جواز په ترلاسه کولو سره په هېواد کې د ازادو رسنیو له قوانینو سره سم فعالیت کوي چې اوسمهال د دې شبکې ټلوېزیوني خپرونې د انتن له لارې یوزاې په بلخ ولایت کې د لاسرسي وړ دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button