افغانستان

ترکیې د روسیې په شتون سره د سولې د یوې غونډې کوربه توب ته چمتووالی اعلان کړ

ترکیې د روسیې په شتون سره د سولې د یوې غونډې کوربه توب ته چمتووالی اعلان کړ
د آنادولو خبر پاڼې له مخي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوه خبري غونډه کې وویل: موږ چمتو یو چې د سولې د یوې غونډې کوربه توب وکړو چې روسیه هم په کې حضور ولري.
اردوغان ویلې چې د لسو میلیاردو ډالرو هدف ته د رسېدو لپاره موږ موافقه وکړه چی خپلې هڅې زیاتې کړو.
هغه څرګنده کړه: چې موږ د خپلو مشوری په ترڅ کې د صادراتي دهلیزونو او د کښتیو د خوندیتوب او د تورې بحیرې د ثبات په اړه، بحث وکړ.
اردوغان وویل: چې موږ په داسې حال کې له اوکراین سره خپل پیوستون ته دوام ورکوو، له بلې خوا به د خبرو اترو پر بنسټ د عادلانه سولې په رامنځته کولو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل کار ته دوام ورکړو.
هغئ هیله لري چې ژر تر ژره له اوکراین سره د ازادې سوداګرۍ د تړون له عملي کېدل به بې له شکه زموږ اړیکو ته نوی ګړندیتوب ورکړي.

Admin

سفیر ټلوېزیوني شبکه د‎ یوه خپلواک حقوقي شخصیت، اساس‌پاڼې، ځانګړي مهر او سمبول په لرلو سره ‎یوه ارزښت‌پاله او ‎له سیاسي اړخه بې‌پرې رسنۍ ده. دغې رسنۍ له ۱۳۹۱ لمریز کال راهیسې په خپرونو پیل کړی او له اړوندو ادارو د نشراتي جواز په ترلاسه کولو سره په هېواد کې د ازادو رسنیو له قوانینو سره سم فعالیت کوي چې اوسمهال د دې شبکې ټلوېزیوني خپرونې د انتن له لارې یوزاې په بلخ ولایت کې د لاسرسي وړ دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button