افغانستان

د مزارشريف ښار د کثافاتو څخه د پاکولو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه

د مزارشريف ښاروالۍ مرستيال مولوي محمد نسيم عابد وايي، د ښار پاکوالى د ټولو ښاريانو دنده ده، ځکه يوازې ښاروالۍ نه شي کولى، چې د دغه ستر ښار د ښکلا او پاکوالي په برخه کې پوره زمينه برابره کړي.

هغه ومنله، چې ښاريان بايد له ښاروالۍ سره ودرېږي او همکاري وکړي، څو ښار له کثافاتو پاک شي او پاک چاپېريال د روغتيا لامل شي.

مولوي عابد د ښار د پاکوالي په برخه کې د ښاريانو له لېوالتيا څخه د مننې په ترڅ کې وويل: د هرې سيمې اوسېدونکي بايد د خپل چاپېريال په ښکلا، زرغونتيا او پاکوالي کې ونډه واخلي او تل له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

بل خوا د مزارشريف ښار يو شمېر ښاريان د ښاروالۍ د دغه اقدام هرکلى کوي او وايي: له کثافاتو څخه د ښار د پاکولو عامه کمپاين بايد تل دوام وکړي او خلک بايد د چاپېريال ساتنې په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي، ځکه زموږ په روغتیا اغیزه کوي.

د يادونې وړ ده، چې هر کال د باران موسم له پيل سره سم د مزارشريف ښاروالۍ له کثافاتو څخه د ښار د پاکولو په موخه د عامه صفحې اعلان کوي، چې خلک يې په ډېر لېوالتيا سره په دغه پاکولو کې برخه اخلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button