افغانستان

په کابل کې د څه د پاسه لس میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت وايي، د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په “وچکاریز” کلي کې د ۹۶۴۹ زره افغانیو په ارزښت د یوه نوي ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه ښوونځي لپاره د اړتیا وړ یو جریبه او یو چاریک ځمکه هم د موسهي ولسوالۍ د یوې کورنۍ له خوا چې له پوهنې سره مینه لري، مرسته وشوه.

د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې دغه ښوونځی به شپږ درسي ټولګي، یوه دفتري خونه، ۲۰۰ متره استنادي دېوال او نورې اړتیاوې ولري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button