نړۍ

د ترامپ د برید په اړه غبرګون: د کانادا لومړی وزیر وايي “سیاسي تاوتریخوالی” د منلو وړ نه دی

د کانادا لومړي وزیر جستن ترودو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د پخواني ولسمشر او اوسني نوماند دونالدترامپ د قصدی برید په غبرګون کې ویلي چې “سیاسي تاوتریخوالی” د منلو وړ نه دی او له ښاغلي ترامپ او د هغه په ټاکنو جلسه کې له حاضرو کسانو سره خواخوږي څرګندوي.

په همدې حال کې د برتانیا لومړي وزیر کی‌یر ستارمر د دغه برید په غبرګون کې ویلي، چې د ترامپ د کمپاین په غونډه کې د ټکان ورکوونکو صحنو له امله وېرېدلی دی.

هغه زیاته کړه: “سیاسي تاوتریخوالی په هیڅ ډول زموږ په ټولنه کې ځای نه لري او زما فکر د دې برید له ټولو قربانیانو سره دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کامالاهیرس په یوه پیغام کې خوښي څرګنده کړې چې دونالد ترامپ د پنسلوانیا په یوه ګډون کې په ډزو کې “سخت ټپي شوی نه دی”.

اغلې هریس وویل: “موږ ټول باید دا ناوړه عمل وغندو او خپله برخه ترسره کړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دا نور تاوتریخوالي لامل نه شي.”

د پیښې وروسته د ترامپ د روغتیا په اړه د راپورونو له تایید وروسته ، د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې مشر میچ مک کانل وویل: “زه مننه کوم چې داسې بریښي چې ترامپ ښه کار کوي تاوتریخوالی د امریکا په سیاست کې ځای نه لري.

د تسلا اجراییه رییس ایلان ماسک هم ترامپ ته د ګړندۍ روغتیا هیله وکړه او ویې ویل: “زه د ولسمشر ترامپ بشپړ ملاتړ کوم او هیله لرم چې د هغه روغتیا ژر تر ژره روغ شي.”

د یادولو وړ ده چې ښاغلی ترامپ په پنسلوانیا ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال تر ډزو وروسته په ځمکه راښکته شو او امنیتي چارواکو ورسره مرسته وکړه.

دی آن آن په وینا ، وروسته له هغه چې ترامپ له څمکی پاڅید ، هغه په ټولو خلکو چیغې وکړې او خپله موتی یې پورته کړه له دې پېښې وروسته امنیتي چارواکو ترامپ له هغه ځای څخه وایستل.

په پنسلوانیا کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، هغه کس چې پر دونالد یې برید کړی و، وژل شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button