افغانستاننړۍ

مجاهد: د دوحی غونډه په ښه توگه روانه ده

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد چې د دوحی په ناسته کې د پلاوي مشري کوي وايي چې نننۍ ناسته ښه روانه ده او ډېرو هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکتور څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

نوموړی زیاتوي، چې په دې ناسته کې د بانکی او اقتصادی محدودیتونو د لرې کولو ژمنه هم وشوه.
ښاغلي مجاهد د روسیی، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامی همکاریو د سازمان د دریځ قدردانی وکړه.

دا په داسی حال کې ده چی د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال او د دوحی د درییمی ناستې کوربه د افغانستان په اړه د دغې ناستې پیل اغېزمن وباله او ویې ویل، چې دا لومړی ځل دی، چې د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت استازي سره ګوري. یو بل.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button