سیمه
د ایران خلک خپل څوارلسم ولسمشر ټاکی
نن (جمعه د چنگاښ په ۸ مه )په میلیونونو ایرانیان به د جمهوری ریاست په څوارلسمه دوره کې د ګډون لپاره په انتخاباتو کې برخه واخلي.
په همدی حال کې په بېلابېلو هېوادونو کې د ايران په يو شمېر سفارتونو کې د رايې ورکولو بهير په رسمي ډول پيل شوى دى.
دروان لمریز کال دغویی په میاشت کې د ابراهیم رئیسی او ورسره ملګري پلاوي له شهادت وروسته، د ایران د انتخاباتو کمیسیون د دې هیواد د 14 مې ولسمشریزې دورې ترسره کوله نیټه د روان کال دچنگاښ د میاشتې اتمه نیټه اعلان کړه
د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په ټاکنو کې به ۶ تنه د وړ نوماندانو په توګه سیالي وکړي.
دغو نوماندانو خپل ټاکنیز کمپاین د یوې اونۍ په اوږدو کې د یو پراخ پروګرام له مخې ترسره کړ.