أفغانستان
په کابل کې د پایپونو د تولید پر څلورو فابریکو د کیفیت د ارزونې په موخه څارنه شوې
د معیار او کیفیت ادارې په کابل ښار کې د پایپونو د تولید پر څلورو فابریکو د څارنې په ترڅ کې د ملي معیارونو د رعایت او د بېکیفیته محصولاتو د وړاندې کولو د مخنیوي په موخه ارزونه کړې ده.
دغه څارنه د معیارونو او ساختماني کودونو د تطبیق د څارنې ریاست له لوري د تولیداتو د کیفیت د ارزونې او له تخنیکي غوښتنو سره د محصولاتو د مطابقت ډاډ ترلاسه کولو په موخه ترسره شوې ده.
د معیار او کیفیت اداره وایي، د کورنیو معیاري تولیداتو د ملاتړ، د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب او پر کورنیو محصولاتو د خلکو د باور د زیاتوالي په موخه به د تولیدي مرکزونو دوامداره څارنه روانه وساتي.








