په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې، د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې دغه سازمان د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.
هغې د افغانانو د زغم او هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د ګڼو ستونزو له شتون سره سره، د افغانستان خلک لا هم خپلې ټولنې ته خدمت کوي.
د یوناما مشرې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د خپلې دندې له پیل راهیسې، د دغه هېواد له خلکو سره خبرو اترو او همکارۍ ته ژمنه پاتې شوې او د هغوی کلتور او ارزښتونو ته درناوی کوي.
رباب فاطمې ټینګار کړی، چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د خلکو دی او ملګري ملتونه به د افغانانو د هوساینې، د فرصتونو د برابرولو او د انساني کرامت د ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.








