افغانستانسیمه

د ترکیې معارف بنسټ په افغانستان کې د زده‌کوونکو شمېر او ښوونځي زیاتوي

د ترکیې معارف بنسټ غواړي په افغانستان کې د خپلو زده‌کوونکو شمېر له شپږو زرو څخه زیاتو څخه اتو زرو ته لوړ کړي او په خوست او تخار ولایتونو کې هم نوي ښوونځي جوړ کړي.

په همدې وخت کې، د میدان وردګ ولایت د افغان ـ ترک ښوونځیو د زده‌کوونکو د علمي او ساینسي پروژو نندارتون پرانیستل شوی دی. په دغه نندارتون کې ۲۵ عملي پروژې نندارې ته وړاندې شوې دي، چې پکې د اوبو سپما سیستمونه، بې‌پیلوټه الوتکې، په مصنوعي ځیرکتیا سمبال روباټونه، د ګازو د لیکېدو د معلومولو او د اورلګېدنې د مخنیوي وسایل شامل دي.

د ترکیې معارف بنسټ په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی او اوس د هېواد په اوو ولایتونو کې ښوونځي لري او له شپږو زرو څخه زیاتو افغان زده‌کوونکو ته ښوونیز خدمات وړاندې کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button