افغانستاننړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: په هرات کې هره میاشت تر ۳۰ ډېر ماشومان د سختې خوارځواکۍ درملنه ترلاسه کوي

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په روغتون کې د شدیدې حادې خوارځواکۍ د درملنې مرکز، پر دې ستونزې د اخته ماشومانو درملنه کوي او میندې یې هم د تغذیې مشورې او روغتیايي زده‌کړو څخه برخمنې کېږي.

د ګذرې ولسوالۍ په روغتون کې د تغذیې مشاورې، فرزانه محمدي، ویلي چې په دې مرکز کې د ماشومانو د درملنې ترڅنګ، میندو ته د ماشومانو د مناسبې تغذیې او د شیدو ورکولو د سمو لارو چارو په اړه مشورې هم ورکول کېږي. د هغې په وینا، دا چارې د ماشومانو د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو او د میندو د روغتیا لپاره مهمې دي.

په همدې حال کې، د دې مرکز د ماشومانو د څانګې نرسې، افسانه سکندري، ویلي چې په منځنۍ توګه هره میاشت تر ۳۰ ډېر ماشومان د شدیدې حادې خوارځواکۍ د درملنې لپاره دې مرکز ته مراجعه کوي.

هغې زیاته کړې چې که دغه روغتیايي خدمتونه نه وای، ډېری ماشومان به اړینې درملنې ته لاسرسی نه درلود او روغتیا او ژوند به یې له جدي خطر سره مخ وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button