نړۍ
انځوریز راپور: ایټالوي عکاس د ۲۰۲۶ کال د وحشي ژوو د عکاسۍ سیالۍ وګټله
ایټالوي عکاس فدریکو ورونزي د یوه داسې فیل د انځور په ثبتولو سره د ۲۰۲۶ کال د وحشي ژوو د عکاسۍ سیالۍ ګټونکی شو، چې د خپل مړه شوي بچي جسد یې لېږداوه. دا انځور د نامیبیا د هوآب سیند په دره کې اخیستل شوی دی.
ورونزي د فیلانو د څارنې پر مهال د وچ سیند پر بستر د یوه شي د راکش کېدو نښې تعقیب کړې او وروسته له دې صحنې سره مخ شو؛ مړ فیل بچی د خپلې مور د غاښونو او خرطوم ترمنځ پروت و.
د هډوکو لمس کول، د مړو فیلانو پالنه او د هغوی د جسدونو لېږدول هغه چلندونه دي، چې په اسیایي او افریقایي فیلانو کې لیدل شوي دي. ځینې څېړونکي دا چلندونه د غم او ماتم احتمالي نښې بولي، خو د دغو چلندونو کره تفسیر لا هم د څېړنې موضوع ده.







