نړۍ

ناټو په ایټالیا کې د اټومي پوځي تمرینونو له پیل مخکې روسیې ته ډاډ ورکوي

د روسیې او د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، دغه پوځي ائتلاف هڅه کوي چې په ایټالیا کې د راتلونکو اټومي پوځي تمرینونو په اړه د مسکو اندېښنې راکمې کړي.

د «پولیتیکو» خبري ـ تحلیلي وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې ناټو غواړي روسیې ته ډاډ ورکړي، چې دغه پوځي تمرینونه د دې هېواد لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي.

د ناټو د اټومي پالیسۍ مشرې نسیمه باروز ویلي، چې دغه ائتلاف هر کال دا ډول پوځي تمرینونه ترسره کوي او د نوموړې په باور، د روسیې او نورو هېوادونو د اندېښنې لپاره کوم دلیل نشته.

ټاکل شوې، چې د «ثابتې ورځې» کلني پوځي تمرینونه د اکتوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې پورې په ایټالیا کې ترسره شي. د دغو تمرینونو موخه د اټومي ځواکونو د چمتووالي ساتل او د ناټو د مخنیوي او دفاع له تګلارو سره د اړوندو کړنلارو تمرین بلل شوی دی.

#ناټو #روسیه #ایټالیا #اټومي_پوځي_تمرینونه #اټومي_پالیسۍ #سیمه‌ییز_امنیت

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button