سیمهنړۍ

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې له ایران څخه تر ۵۸۱ زرو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکټوبر تر درېیمې نېټې پورې، له ایران څخه تر ۵۸۱ زرو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، له دغو کسانو څخه تر ۴۹۲ زره او ۳۰۰ ډېر یې له ایرانه شړل شوي دي، چې د ټولو بېرته راستنېدونکو ۸۵ سلنه جوړوي.

دې ادارې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې هم شاوخوا یو میلیون او ۹۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي وو، چې ۶۷ سلنه یې شړل شوي وو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې د کډوالو پراخ بېرته راستنېدو په هېواد کې پر بنسټیزو خدمتونو، استوګنځایونو او د معیشت پر فرصتونو فشار زیات کړی دی.

#افغان_کډوال #ایران #د_کډوالو_بېرته_راستنېدل #د_کډوالو_شړل #ملګري_ملتونه #کډوال

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button