افغانستان

د بلخ د تاریخي او ګرځندوییزو ځایونو د انځورونو نندارتون جوړ شو

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت د تاریخي، کلتوري او ګرځندوییزو ځایونو د پېژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو په موخه، د بلخ ولسوالۍ د نه‌ګنبد تاریخي جومات په بڼ کې سیمینار او د انځورونو نندارتون جوړ کړ.

په دې نندارتون کې د بلخ د یو شمېر تاریخي، کلتوري او طبیعي ځایونو انځورونه نندارې ته وړاندې شول او د ګرځندوی د پراختیا، د تاریخي آثارو د لا ښه پېژندنې او سیلانیانو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې.

کلتوري مسوولانو او د ګرځندویي شرکتونو استازو بلخ د پراخو تاریخي او طبیعي وړتیاوو لرونکی ولایت وباله او د دغو وړتیاوو پر لا ښې پېژندنې او سیلانیانو ته د اسانتیاوو پر برابرولو یې ټینګار وکړ. د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس هم د ګرځندوی د پراختیا او له ګرځندویي شرکتونو سره د همکارۍ لپاره د هڅو د دوام خبر ورکړ.

بلخ څو زره کلن تاریخي شالید لري، له ۱۰۰ څخه ډېر تاریخي او کلتوري آثار او همدارنګه ګڼ شمېر طبیعي او ګرځندوییز ځایونه لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button