د روسیې په یوه نظرپوښتنه کې ۸۰ سلنه وګړي پوتین د نړۍ له تر ټولو اغېزناکو مشرانو څخه بولي
د «انترفاکس» خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د ټولهېواد د عامه افکارو د سنجونې مرکز د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د دې هېواد ۸۰ سلنه وګړي ولادیمیر پوتین د نړۍ له تر ټولو اغېزناکو مشرانو څخه بولي؛ په داسې حال کې چې ۱۷ سلنه له دې نظر سره موافق نه دي.
همدارنګه، ۷۱ سلنه ګډونوالو ویلي چې روسیه د پوتین د ولسمشرۍ پر مهال لا پیاوړې شوې، ۶۹ سلنه باور لري چې د هغه سیاستونو د دې لامل شوي چې روسیه په نړیواله کچه لا زیاته پاملرنه ترلاسه کړي او ۶۸ سلنه ویلي چې روسیه د پوتین تر مشرۍ لاندې کولای شي له ستونزو سره مقابله وکړي.
د «عامه افکارو» بنسټ د سپټمبر په میاشت کې په ترسره شوې نظرپوښتنه کې هم ۷۱ سلنه روسي وګړو له پوتین سره د باور خبره کړې وه او ۷۰ سلنه ویلي وو چې نوموړی خپلې ولسمشرۍ دندې په ښه توګه ترسره کوي.
کرملین هم ویلي چې پوتین د خپلې زېږېدنې ورځې په مناسبت د یو شمېر هېوادونو او حکومتونو د مشرانو د مبارکۍ پیغامونه ترلاسه کړي دي.








