سیمه

د منځني ختیځ د تېلو د عرضې د ګډوډېدو اندېښنو له امله د تېلو بیې لوړې شوې

رویټرز راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ په خلیج او هرمز تنګي کې پر بېړیو د بریدونو له زیاتېدو او د منځني ختیځ د تېلو د عرضې د ګډوډېدو له اندېښنو وروسته د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د برېنټ خام تېلو بیه ۱.۳۳ سلنه لوړېدو سره ۱۰۱.۵۳ ډالرو او د امریکا د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ خام تېلو بیه ۱.۲۶ سلنه لوړېدو سره په هر بېرل ۸۹.۳۹ ډالرو ته رسېدلې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، په هرمز تنګي کې پر تېل‌وړونکو بېړیو د بریدونو کچه تېره اوونۍ د ایران د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړې اوونیزې کچې ته رسېدلې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button