نړۍ
د برازیل ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې
د برازیل ولسمشریزې ټاکنې وروسته له هغې دویم پړاو ته وغځېدې چې هېڅ نوماند ونه توانېد چې له ۵۰ سلنې څخه ډېرې باوري رایې ترلاسه کړي؛ فلایو بولسونارو، سناتور او د لیبرال ګوند نوماند، د ۴۷.۰۳ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره لومړی ځای خپل کړ او اوسنی ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا داسیلوا د ۴۵.۱۶ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره دویم شو.
د اعلان شویو پایلو له مخې، بولسونارو او لولا داسیلوا د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ سیالۍ لپاره دویم پړاو ته لار موندلې ده؛ ټاکل شوې چې د ټاکنو دویم پړاو د اکتوبر په ۲۵مه ترسره شي.
بولسونارو ۵۶ میلیونه او ۱۰۴ زره او ۲۶۸ رایې، او لولا داسیلوا ۵۳ میلیونه او ۸۷۶ زره او ۶۱۷ رایې ترلاسه کړې دي.








