د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د ولسمشرۍ رهبرۍ شورا مشر له انصارالله پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړ
رشاد العلیمي، په یمن کې د سعودي عربستان په ملاتړ د ولسمشرۍ رهبرۍ شورا مشر، د انصارالله تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو او په ټول هېواد کې د دولت د واکمنۍ د پراخولو لپاره د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی.
العلیمي په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې دغه پوځي عملیات وروسته له هغې پیل شوي، چې د کړکېچ د کمولو هڅې پایلې ته ونه رسېدې؛ هغه له پوځي او امنیتي ځواکونو غوښتي، چې په بېلابېلو جبهاتو کې د ټاکل شوو پلانونو له مخې خپل عملیات پیل کړي.
نوموړي د دغو عملیاتو موخه د پاتې سیمو بېرته نیول او د یمن په ټول هېواد کې د دولتي بنسټونو د واک بېرته ټینګول بللي دي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د حکومت د ځواکونو او انصارالله ترمنځ نښتې زیاتې شوې او سعودي عربستان د یمني ځواکونو د ملاتړ لپاره د نورو پوځي انتخابونو په اړه غور کړی دی.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








