افغانستاننړۍ

له افغانستان څخه هند ته د هیروینو او مېتامفیتامینو د لېږد په تور تورن قاچاقبر هند ته بېرته ولېږدول شو

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه اعلان کړی چې ناوپریت سینګ، چې په «ناو» مشهور دی او د پولیسو له خوا تر تعقیب لاندې قاچاقبرانو له ډلې څخه دی، له ترکیې څخه تر ایستلو وروسته هند ته لېږدول شوی دی.

د شاه په وینا، سینګ د «ناواب ویرک» په جعلي هویت په استفادې سره د ترکیې تابعیت ترلاسه کړی و او تور پرې دی چې له افغانستان څخه یې هند ته هیروین او مېتامفیتامین لېږدول.

دغه ۳۴ کلن کس د هند د پنجاب ایالت اوسېدونکی دی او د نشه‌یي توکو له تړاو لرونکو څو قضیو کې تر تعقیب لاندې و. نوموړی له دوو کلونو ډېر وخت تښتېدلی و. هندي چارواکي نوموړی د نشه‌یي توکو د یوه نړیوال قاچاقي شبکې له مشرانو څخه بولي چې په هند کې یې فعالیتونه د هغه د تره زوی، پرابدیپ سینګ، له خوا اداره کېدل.

پرابدیپ سینګ، چې په «هري» مشهور دی، هم د مې میاشتې په میاشت کې له اذربایجان څخه هند ته بېرته ولېږدول شو. نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې د ۳۵۸ کیلوګرامه هیروینو د موندل کېدو په تړاو تر تعقیب لاندې و.

د دې قضیې په اړه باخبره چارواکو ویلي چې هند په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې ترکیې ته د ناوپریت سینګ د سپارلو غوښتنه کړې وه؛ امیت شاه د نوموړي بېرته ستنول «یوه تاریخي لاسته راوړنه» بللې او د نشه‌یي توکو د قاچاقي شبکو د له منځه وړلو په برخه کې یې د هند د حکومت پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button