قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د مرکزي اسیا–جنوبي اسیا (CASA) د رېل پټلۍ دهلیز د پروژې د ارزونې او پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ. دا دهلیز د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره نښلېږي.
د دغه هوکړهلیک پر بنسټ، د قزاقستان او ازبکستان د ترانسپورت وزارتونه او د متحده عربي اماراتو د انرژۍ او زیربناوو وزارتونه به د پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره کړي او د رېل پټلۍ د زیربناوو او اړوندو تاسیساتو د پراختیا امکان به وارزوي.
درې واړه هېوادونه همداراز غواړي چې یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي، څو د پروژې تخنیکي، اقتصادي او مالي اړخونه وڅېړي او د عملي کولو لارې چارې مشخصې کړي.
وړاندیز شوې لار به له قزاقستان څخه پیلېږي، د ازبکستان او افغانستان له لارې تېرېږي او د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته به لاسرسی ولري. د قزاقستاني چارواکو د اټکل له مخې، که دغه دهلیز عملي شي، په کال کې به د ۱۰ میلیونو ټنو توکو د لېږد ظرفیت ولري.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سرګي ژومانګارین هم تر دې وړاندې په کابل کې د خبرو اترو پر مهال د CASA له پروژې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی و.








