نړۍ

پوتین: پر روسیه د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارول مطرح شي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د «والدای» بحثونو کلب په عمومي غونډه کې ویلي، که پر روسیه، په ځانګړي ډول د کالینینګراد پر سیمه، مستقیم برید وشي، نو د دغه هېواد د ټولو شته وسلو د کارولو موضوع به سمدستي مطرح شي.

پوتین له ناټو سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په اشاره ویلي، روسیه په راتلونکو کلونو کې له دې ائتلاف سره د احتمالي جګړې وېره نه لري او خبرداری یې ورکړی چې د متقابلو اقداماتو زیاتول ښايي یوې خطرناکې او نه بېرته راګرځېدونکې نقطې ته ورسېږي.

هغه همداراز په ۲۰۲۹ کال کې له روسیې سره د احتمالي جګړې په اړه پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د اروپا سیاسي مشران خپل وګړي له روسیې سره د مقابلې پر لور بیايي؛ پوتین ټینګار کړی چې روسیه پر اروپايي هېوادونو د برید نیت نه لري.

د روسیې ولسمشر د کالینینګراد په اړه هم ویلي چې د مسکو هغه خبرداری چې له دې سیمې څخه د دفاع لپاره، د اټومي وسلو د کارولو احتمال هم پکې شامل دی، د وېرولو لپاره اقدام نه دی، بلکې د هغه څه پر وړاندې غبرګون دی چې د روسیې د ګواښلو هڅه یې بللې ده؛ ناټو تر دې مخکې د روسیې دغه اټومي څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې دا ائتلاف دفاعي ماهیت لري او کالینینګراد نه ګواښي.

پوتین همداراز ویلي چې وسله‌والې نښتې له بده مرغه د بشري ژوند یوه برخه پاتې شوې دي او د نښتو پر مهال یې د بشردوستانه اصولو او قواعدو پر رعایت ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button