نړۍ
څېړنه: د زړه روغتیا لپاره د بشپړو مېوو خوړل تر مېوو اوبه څښلو ګټور دي
څېړونکو د څه باندې ۳۷۱ زره کسانو د روغتیا وضعیت په څېړلو کې موندلې چې د بشپړو مېوو خوړل، د مېوو د اوبو څښلو په پرتله، د زړه او د وینې رګونو د ناروغیو له کم خطر سره ډېره اړیکه لري.
د دې څېړنې پر بنسټ، هغه کسان چې د وینې لوړ فشار یا د زړه او دماغي سکتې سابقه یې لرله، عموماً یې د مېوو اوبه ډېرې څښلې؛ په داسې حال کې چې په دوی کې د بشپړو مېوو د خوړلو کچه ټیټه وه.
څېړونکي وایي چې د دې توپیر یو مهم لامل په بشپړو مېوو کې د فایبر شتون دی؛ ځکه فایبر کولی شي د بورې جذب ورو کړي، په داسې حال کې چې د مېوو د اوبه کولو پر مهال د فایبر یوه د پام وړ برخه له منځه ځي.
خو د دې څېړنې موندنې یوازې د مېوو د مصرف د ډول او د زړه د روغتیا ترمنځ اړیکه ښيي او په یوازې ځان د علت او معلول د اړیکې د ثابتېدو معنا نه لري.








